IQNA

له ترهګرو سره د پاکستان د پوځ په نښته کښې شپږ تنه وژل شوي

22:41 - April 21, 2020
د خبر لمبر: 3483058
تهران (ایکنا) -د پاکستان په شمال لویدیځ کښې له یوه ډله ترهګرو سره د دغه هیواد د پوځي ځواکونو په نښته کښې شپږ کسان ووژل شول.

د پاکستان پوځ ویلي چې امنیتي ځواکونه د شمالي وزیرستان په میرانشاه سیمه کښې د پوځ په سرحدي پوسټې باندې د ترهګرو د حملې په ځواب کښې له هغو سره ښکیل شول.

د پاکستان پوځ په دې خبرې سره چې د امنیتي ځواکونو او ترهګرو ترمینځ د ډزو په تبادله کښې ۵ ترهګر هلاک شول، وویل: په یاده نښته کښې هم داشان یو پوځي مړ او درې نور زخمي شوې دي

https://parstoday.com

captcha