له المسیره څخه په نقل، سعودي ائتلاف د رمضان المبارک میاشتې په پيل سره، د یمن د خلکو وژنې ته دوام ورکړ.
دغه تیري کونکي ائتلاف د صعده ولایت رازح ښار باندې توغندیو سره برید کړی دی.
تراوسه د سعودي ائتلاف لخوا په دې برید کښې د تاوانو په اړه هیڅ راپور نه دی خپور شوی.
په دې اړه د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع اعلان کړی چې په تیرو ۲۴ ګنټو کښې د مارب، الجوف، صعده، الضالع او صنعاء ولایتونه، ۲۹ ځل د بریدونو هدف ګرځیدلې دي.
په یمن باندې د سعودي ائتلاف جنایتونه له پنځو کلونو رسې دوام لري او په دغه موده کښې د دې هیواد په زرګونو بې ګناه خلک مړه یا ژوبل شوی دي.
3894155