IQNA

د افغانستان ولسمشر د سلګونو افغان زندانیانو د آزادۍ حکم ورکړ

23:59 - April 27, 2020
د خبر لمبر: 3483086
تهران (ایکنا) - د افغانستان ولسمشر په دغه هیواد کښې د سلګونو زندانیانو د آزادولو حکم صادر کړ.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ نن د آزاد شویو بندیانو کره شمیر ته له اشارې پرته وویل چې د زندانیانو د بخښنې حکم د غوي د اتمې یعنې د شوروي ځواکونو د تیري په وړاندې د افغانستان د خلکو د برحقه جهاد د بریالیتوب د کلیزې په مناسبت د ولسمشر اشرف غني له خوا صادر شوی دی.
د افغانستان د کال هیندارۍ له مخې د غوي د میاشتې اتمه نیټه د شوروي تیري ګرو خلاف د افغان مجاهدینو د بریالیتوب د کلیزې په مناسبت عمومي رخصتي ده.
د افغانستان حکومت په دې مناسبت هر کال مختلف پروګرامونه اجرا کوي خو سږ کال د کرونا د خپریدو په وجه ټول پروګرامونه لغو شوې دي.
د افغانستان ولسمشر له دې مخکښې د وري د میاشتې په اوومه نیټه هم د کرونا د مخنوي په موخه د لسو زرو زندانیانو د آزدولو حکم صادر کړی و.
ولسمشر اشرف غني پر دې سربیره د طالب ډلې د یونیم زر زندانیانو د آزادۍ حکم ورکړی دی چې له مخې یې تراوسه پنځه نیم سوه (۵۵۰) طالب قیدیان له جیلونو خوشې کړې شوې دي.
تهران پښتو راډیو
captcha