IQNA

د منځني ختیځ په اوبو کې د جاپان د جنګي بېړۍ ګزمه

23:49 - April 28, 2020
د خبر لمبر: 3483093
تهران (ایکنا) - د جاپان د فوځ جنګي بېړۍ د سمندري غلو سره د مقابلې په موخه د منځني ختیځ او د افریقا د اوبو پر لور روانه شوه.

د ایرنا په حواله: د جاپان دغه جنګي بېړۍ چي د اونامي په نامه یادیږي د یمن او د سومالي د اوبو تر مینځ د عدن په خلیج کې ماموریت تر سره کوي.
د دې بېړۍ ماموریت د ۶ میاشتو لپاره دوام کوي خو د کرونا وایروس یا بلې داسي ستونزې سره د مخامخېدو په صورت کښې بیرته جاپان ته ستنیږي
د جاپان فوځ د دې بېړۍ ځواکونو ته خبرداری ورکړې چي بندو ځایونو ته دي ورنه شي او ګڼه ګوڼو څخه دي ځانونه لرې وساتي.

پښتو تهران راډیو

captcha