په ملګروملتو کې د استوانیا استازي سون اورګنسن چې د امنیت شورا پړاویز مشرهم دی،وئيلي دي ،په مئ میاشت کې د ایران په ضد دوسلو د بندیز د قانون د تمدیدولو لپاره ددغې شورا دغونډې د ترسره کولو لپاره هیڅ پروګرام نشته .
سون ا ورګنسن په خبري ناستې کېچې د ویډیوئی کنفرانس له لارې شوي،د مئ میاشت د پروګرامونو په اعلانولو سره وئيلي دي،دغه امکان شته چې د امنیت شورا هرغړی،هر وخت د اضافي ناستې غوښتنه ولري،خو تردې دمه دغه شان څه پروګرام نشته .
د ایران په چارو کې د امریکا د حکومت ځانګړي استازي برایّن هوک دتیرې پنجشنبې په ورځې وئيلي وو ، و اشنګټن دملګروملتو په امنیت شوراکې د رائ اخستنې لپاره د یوه پریکړه لیک مسوده د ایران په ضد دوسلو دبندیز د تمدیدولو په موضوع سره تیار کړی،چې ټاکل شوې ده په روان مئ میاشت کې ئې راي اخستنې ته وړاندې کړي .
نیویارک ټایمز ورځپاڼې تیرې دوشنبې ورځې لیکلي،د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو د ایران په ضد دزیاتره دباؤ د سیاست په چوکاټ کې هڅه کوي،د ایران په ضد د ملګروملتو د وسلو بندیز چې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې او دامنیت شورا دپریکړه لیک په اساس په اکتوبر میاشت کې پاي ته رسیږي،تمدید شي .
دملګروملتو دامنیت شورا پړاویز مشرددې پوښتنې په ځواب کې چې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په اساس د ایران په ضد دوسلو د ممنوعیّت دپاي په باب د استونیا دریځ څه دی ،ووئيل ،استوانیا د اروپائي اتحادئې د غړي په توګه په قدرت سره د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې ددوام ملاتړ کوي .