IQNA

د فاطرا توغندیو له توغولو وروستو له یمن څخه د سعودي د جنګي الوتکو تېښته

17:34 - May 10, 2020
د خبر لمبر: 3483133
تهران (ایکنا) - د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند وایي چې د یمن د توغندي دفاع ادارې د فاطرا توغندیو په توغولو سره د سعودي ائتلاف جنګي الوتکې تښتولې دي.

د یمن دافع هوا په الجوف ولایت کښې د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف د څو جنګي الوتکو له پیژندلو وروسته د فاطرا توغندیو په توغولو سره د سعودي ائتلاف جنګي الوتکې تښتولې دي.
د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع وویل د هیواد دافع هوا د سعودي عربستان د تیریګ ائتلاف جنګي الوتکې له سیمې څخه تښتیدا ته اړ کړې .
د سعودي عربستان لخوا د یمن له هراړخیزه کلابندۍ سره سره د دغه هیواد د پوځ او د ولسي کمیټیو دفاعي قدرت ورځ تر بلې په زیاتیدا دی .
3897653

captcha