IQNA

22:47 - May 12, 2020
د خبر لمبر: 3483140
تهران (ایکنا) - د قدس د نړیوالې ورځ مراسم په انسټاګرام او نورو ټولنیزه چینلو کښې نیغ په نیغه په انګلیسي ژبه کښې د امام خمیني د لور په وینا سره ترسره شي.

له جنوبي افریقا څخه، په دې مراسمو کښې به د فلسطین له ملت څخه د دفاع د ټولنې مشره او د امام خمیني لور زهرا مصطفوي او د اسلامي شورا د مشر مرستیال حسین امیر عبدالهیان، د جوهانسبرګ والي او د نیلسن منډیلا نمسۍ منډیلا منډیلا،، د حماس غورځنګ غړۍ خالد قدومي او په تهران کښې د اسلامي جهاد استازۍ ناصر ابو شریف وینا کوي.
همداشان د جنوبي افریقا د کیپ ټاؤن والي او د آفریقا د ملي کنګرې غړۍ ابراهیم رسول، په لیبیا کښې د ایران مخکی سفیر حسین اکبری، د نړیوالو ستونزو شنونکی او د پوهنتون استاد محمد مرندي، د انګلیس د بشري حقوق اسلامي کمیسیون مشر مسعود شجره د دې پروګرام وینا کونکې دي.
دا پروګرام به د می میاشتې په ۲۲نیټه د ایران په وخت ۲۳ بجې او د افریقا په وخت ۲۰:۳۰ بجې له دې Inestagram.com/sa.talk ایډرس خپریږي.
3898399

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: