IQNA

10:07 - May 15, 2020
د خبر لمبر: 3483151
تهران (ایکنا) - د رمضان د میاشتې یوویشتمه نیټه د امام علي علیه السلام د شهادت کلیزه ده.

د څلویښتم هجري قمري کال د روژې د مبارکې میاشتې د نولسمې ورځې په سهار د ابن ملجم مرادي په نامه د خوارجو د ډلې بدبخته کس په داسې حال کښې چې امام علي علیه السلام د کوفې په جومات کښې د سهار د لمانځه امامت کوه، په خپلې زهرجنې تورې سره د هغوي په مبارک سر باندې ګوذار وکړ.

حضرت امام علي علیه السلام د ګوذار له خوړلو له امله سخت زخمي شو او دوه ورځې پس یعنې د رمضان په یوویشتمه نیټه شهید شو.

نو مونږ هم د روژې په دې مبارکه میاشت کښې د ټولو مسلمانانو د عبادتونو او طاعتونو د قبلیدو په آرزو سره، د وړومبني معصوم امام او د نړۍ د عدالت غواړو د مخکښ حضرت علي علیه السلام د شهادت تسلیت او خواخوږی وړاندې کوو.

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: