IQNA

له اړمنو سره مرسته په هندوستان کښې د شیعه او سنیانو بې سارې اتحاد

21:55 - June 03, 2020
د خبر لمبر: 3483217
تهران (ایکنا) - په یو بې ساري اقدام کې، شیعه او سني عالمانو له اړمنو کسانو او کورونا څخه متاثره شوي خلکو مرستې لپاره ګام پورته کړی چې دا کار په دواړو مذهبونو کې د مسلمانانو ترمینځ د یووالي او د همکارۍ او ځان قربانۍ احساس بیا راژوندی کړی دی.

له هند څخه، د هند شیعه او سنیانو عالمانو د ستاینې وړ او په بې ساري اقدام کښې، په دغه هیواد کې له اړمنو او په کورونا ککړو او د دې له امله بې کاره شوې کسانو سره مرسته کوي چې دا کار یې د دوه مذهبونو د پیروانو د یووالي لامل شوی.
دې کار په ټول هندوستان کې مثبته اغیزې درلودلي، او دا مرستې یواځې له مسلمانانو سره نه دي ترسره شوي، بلکې له ټول اړمنو سره چې د نورو مذهبونو او دینونو پیروي کوي، هم ترسره شوې دي.
د مسلمانانو میشته سیمې له هغه سیمو څخه وي چې شیعه او سني عالمانو ورته د مرستو په روسولو کښې پاملرنه کړې وه، دې مرستو په پراخه توګه مالي او کلتوري اثرات لري، ځکه چې له شیعه او سني عالمانو لخوا په هند کښې د بیلابیلو دینونو او مذهبونو پیروي کوونکو مرستې د مسلمانانو ترمینځه د قربانۍ او د شیعه او سني یوالی احساس ژوندې کړی دی.
3902737

captcha