IQNA

16:35 - June 11, 2020
د خبر لمبر: 3483247
تهران (ایکنا) - د امریکا د ترهګرو ځواکونو قومندانی سنټکام اعتراف وکړ چي امریکایي ځواکونو د سوریې د تېلو د راکښلو په خاطر په دې هیواد کې ځای پر ځای شوي دی.

د میلیټري ټایمز په حواله کنټ اف مکنزی په سوریه کې داعش او تېل په دې هیواد کې د امریکایي ځواکونو د پاته کېدو لامل وباله او زیاته یې کړه: د سوریې څخه د امریکایي ځواکونو وتل به یوه سیاسي فیصله وي.

هغه ادعا وکړه چي امریکایي ځواکونه اوس د (ترهګر) ډیموراکټیک د ځواکونو سره د مرستي او د داعش سره د مقابلې په موخه سوریه تللې دي، امریکایي ځواکونه به د سوریې د تېلو څخه کار واخلي او ورسره به د ډیموکراټیکو ځواکونو ملاتړ وکړي.

دا په داسی حال کې دی چي د سوریې حکومت تل ټینګار کړی چي د امریکایي ځواکونو شتون په سوریه کې غیرقانوني او موخه یي د د دې هیواد د منابعو لوټول دی.

تهران پښتو راډیو

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: