IQNA

په جولان کښې د ټرامپ ښار په جوړلو د عرب اتحادیي غبرګون

10:31 - June 18, 2020
د خبر لمبر: 3483269
تهران (ایکنا) - د صهیونیستي رژیم پروګرام چې د سوریې په جولان کښې د صهیونیسټي میشته ټرامپ نومې ښار د جوړولو طرحه لري، عرب اتحادي محکوم کړ.

د عرب اتحادیې د چهارشنبې په ورځ خبر وکړ چې د رژیم صهیونیسټ د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو دا اقدام چې د سوريې په جولان کښې ټرامپ نومې صهیونیسټي میشته ښار جوړ کړي سختۍ سره غندو.
د دې ښار د جوړولو لومړی بودجه ۲.۳ میلیونه ډلار وه او غواړي په دغه ښار کښې ۱۲۰ یهودي کورنۍ میشته شي.
د نتانیاهو کابینې تیر کال د ډونلډ ټرامپ په نامه یو ښار د امریکې د ولسمشر د دې اقدام په خوشحالۍ کښې، چې د جولان نیولې شوې سیمه یې په رسمیت وپیژندله، تصویب کړی و.
3905467

captcha