IQNA

8:52 - June 21, 2020
د خبر لمبر: 3483277
تهران (ایکنا) - د ایران د خارجه وزارت ویاندوي یوځل بیا په بوږنونکې توګه د امریکې د خلکو د ځپل کیدو په وړاندې د اروپايي هیوادونو په چپتیا باندې نیوکه وکړه.

سید عباس موسوي وویل: په داسې حال کښې چې د امریکې رژیم له خپلو خلکو څخه د سا اخیستو حق اخیستی دی او صلحه ایز اعتراضونه په بوږنونکي ډول ځپي، په اروپا کښې د بشري حقوقو د تش په نامه مدافعانو چپتیا یوځل بیا د هغوي دوه مخې توب، ریاکاري او دوه ډوله معیارونه نندارې ته وړاندې کړل.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند تیره پنجشنبه هم په یو ټویټ کښې په امریکا کښې له معترضانو سره د روان سلوک څرنګوالي ته په اشارې سره ټینګار وکړ: اوس وخت دی چې نړۍ په امریکا کښې دننه او بهر د بشري حقوقو په لړ کښې له دغه رژيمه په ځواب اخیستو تمرکز وکړي.

تهران راډیو

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: