IQNA

سعودي عربستان: حج به سږکال په ډیر محدود شمیر سره ترسره شي

22:40 - June 23, 2020
د خبر لمبر: 3483297
تهران (ایکنا) - د سعودي عرب د عمرې او حج وزارت په یوه بیانیه کښې خبر ورکړ چې د حاجیانو د روغتیا لپاره د سږ کال حج په ډیر محدود شمیر سره ترسره شي.

د سعودي عرب د حج او عمرې وزارت په یوه بیانیه کښې خبر ورکړ چې د دغه هیواد د روغتیا وزارت د چارواکو د کورونا ویروس د خطرې په اړه بیانونو ته او په ټولې نړۍ کښې له دغه ویروس څخه ورځ په ورځ په مړو کښې زیاتوالي ته په پام سره سږ کال حج به د حاجیانو په ډیر محدود شمیر سره ترسره شي.
دغې وزارتخانې ټینګار وکړ چې سږ کال حج په ډیر محدود شمیر سره د هغه حاجیانو په ګډون سره ترسره کېږي چې په سعودي عرب کښې له بیلابیلو تابعیت سره شتون لري.
3906343

captcha