IQNA

23:08 - June 29, 2020
د خبر لمبر: 3483322
تهران (ایکنا) - د حشد الشعبي یو قوماندان وویل چې الحشد یو د مقاومت یو قوي او ملي ځواک دی او تل به په عراق کښې پاتي وي، خو امریکا زر یا وروسته به امریکا عراق پریږدي.

د عراق د حشد الشعبي قوماندان علی الحسیني خبر وکړ چې ځیني عربي او غربي هیوادونه د فارس خلیج په څنډه کښې هڅه کوي چې حشد الشعبي له مینځه لرې کړي.
علي الحسیني ټنیګار وکړ چې امریکا او د هغې غربي متحدان له حشد الشعبي څخه د انتقام په لټه کې دي، ځکه چې د الحشد ځواکونو په عراق کښې د هغوي تجربې ناکامه کړي او داعش ته یې په مالي او وسله یزه مرستې ماتې ورکړې ده.
هغه په دې وروستو کښې رامینځته شوې پيښو او د عراق د حزب الله د غړو نیولو ته په اشارې سره وویل: عربي او غرلي هیوادونو په وروستۍ دریو ورځو کښې د حشد الشعبي په خلاف د شهیدانو او مجاهدانو د سپکاوي او فتنې به هدف سره جنګي تبلیغات پيل کړې دي.
الحسیني څرګنده کړه چې الحشد یو ملي مقاومتي ځواک دی او د شر ټولې طرحې په له ماتې سره مخ وي، حشد الشعبي به پاتې وي او امریکا به زر یا وروستو عراق پریږدي.
3907471

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: