IQNA

23:12 - June 30, 2020
د خبر لمبر: 3483333
تهران (ایکنا) - زمونږ خبریال وايي خبري سرچینو د ایران په جنوب ختیځ کښې د سیستان او بلوچستان ولایت په کورین (Corrin) سیمه کښې د ترهګرې بم چاودنې خبر ورکړ .

دغه بم چاودنه نن سهار د زاهدان ښار په کورین سیمه کښې ګلوګاه کلي ته نږدې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د دوو(۲) ګاډو په لاره کښې شوي ده .

د ایران په اسلامي شورا کښې د زاهدان د خلکو استازي فدا حسین مالکي د دغه خبر د تائیدولو په ترڅ کښې وویل دغه حملې  چې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د د دوو (۲) ګاډو د تیریدا په وخت د جیش الظلم  ترهګرې ډلې لخوا وشوه کومه مرګ ژوبله نه ده لرلي او یوازې په سیمه کښې د سپاه پاسداران ځواک یو (۱) قومندان لږ شان ژوبل شوی دی .

جیش الظلم ترهګرې ډلې هم په ټییلګرام اینټرنیټ پاڼې کښې په یوې (۱) خبر پاڼه کښې د دغه ټروریسټي برید ذمه واري پرغاړه واخیستله .

جیش الظم ترهګره ډله په وهابي تفکرونو سره په سوریې کښې د تکفیري او د ترهګرو ډلو ملاتړي ګڼل کیږي .
تهران راډیو

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: