IQNA

د شيخ زکزاکي وکيلانو د دوي د دوسيې د ختمولو او سمدستي خوشې کولو غوښتنه وکړه

23:50 - July 18, 2020
د خبر لمبر: 3483408
تهران (ایکنا) - په بند کې د ناجیریا د شیعیانو لارښود شیخ ابراهیم زکزاکي وکیلانو، د ناجیریا له حکومت څخه د دوي او میرمن یي د سمدستي خوشي کولو او د دوسیې د ختمولو غوښتنه وکړه.
د شیخ ابراهیم زاکزاکي وکیلانو، د ناجیریه د اسلامي غورځنګ د لارښود او میرمن معلمه زینت په خلاف د ټولو تورنو باطل کولو او د دې دواړو کسانو د سمدستي خوشې کولو غوښتنه وکړه، دوي په ۲۶ چنګاښ د پنجشنبې په ورځ خپله غوښتنه د دغه هیواد په عالي محاکمه کې وړاندې کړ.
په لندن کې د اسلامي بشري حقوقو کمیسیون مشر مسعود شجره له پرس ټي وي سره په مرکه کې په دې اړه وویل: هیلې شتون لري چې دا غوښتنه تر پایلو ورسیږي.
هغه زیاته کړه: له دې وروستو چې په ۲۰۱۵ کال کې شیخ او میرمن ونیول شول، په ۲۰۱۶ کال کې سترې محاکمې د دوي بې ګناه او د دوي د ازادۍ حکم صادر کړ او اعلان یې وکړ چې باید دوي ته تاوان ورکړی شي. خو دوي خوشې نشول او د دوي دوسیه د کادونا ولایت سترې محاکمې ته وسپارلې شوه.
شجره ټنیګار وکړ: له دې سره چې د شیخ زکزاکي له مینه والو ۲۰۰ کسان د ناجیریا د عالي محاکمې لخوا بي ګناه وګڼل شول، خو د شیخ او مرمن یې هم په دغه تور په بند کې دي. له دې مخې چې د دوي بند ته دوام ورکولو لپاره هیڅ قانوني دلیل شتون نه لري وکیلانو د زکزاکي د ازادۍ غوښتنه کړې ده.
د شجره په وینا د ناجیریا د قانون پر اساس، ټول هغه کسان چې له ۶۰ کالو څخه زیات عمر لري د کورونا د وبا له کبله باید ازاد شي او د شیخ او میرمنې یې د روغتیا د خراب حالت له کبله د دوي خوشې کول ضروري دي.
محاکمه به د جولائي په دیرشمه د وکیلانو د غوښتنې څیړنه کوي.
3911046

captcha