د ناجیریا په شرق شمال کې د بوکو حرام ترهګرې ډلې په خلاف هوایي عملیاتو کې، د دغه دلې اډې بمباري شوې او زیات شمیر ترهګر په کې وژلې شوې دي.
د ناجیریا د دفاع وزارت ویندوي جان اننچه خبر نن ورکړ: د بورنو ولایت په نګووري سیمه کې د بوکو حرام ترهګرې ډلې په خلاف هوايي عملیات ترسره شوې دي.
اننچه وویل: په دې عملیاتو کې د ترهګرو ډلې اډې ویجاړې شوې او زیات شمیر ترهګر په کې وژلې شوې دي.
په ناجیریا کې د بوکوحرام په بریدونو کې چې له ۲۰۰۰ میلادي کال له پيل څخه شتون لري تر ۲۰۰۹ کال پورې له ۲۰ زرو څخه زیات کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.