IQNA

22:21 - July 25, 2020
د خبر لمبر: 3483437
تهران (ایکنا) - افغان حکومت وایي، له طالبانو سره د بین الاافغاني خبرو لپاره بشپړ چمتوالی لري.

د سولې وزارت ویانده ناجیه انوري رسنیو ته ویلي، افغان حکومت تل د سولې لپاره ښه نیت ښودلی او اوس هم د بین الاافغاني خبرو لپاره په بشپړ ډول چمتو دي.

نوموړې زیاته کړه:موږ او د افغانستان د خلکو هیله دا ده چې طالبان ژر تر ژره د خبرو لپاره چمتوالی وښیي، د باور فضا را منځته کړي، تاوتریخوالی کم کړي او د دولت هغه بندیان چې د دوی سره دي ژر خوشي کړي تر څو خپلمنځی خبرې پیل شي.

نوموړې وایي، د بین الاافغاني مذاکراتو د پیل لپاره بشپړ تدارکاتي، محتوایي، او تخنیکي چمتو والی لري.

هغې دغه راز د بندیانو د خلاصون په تړاو هم وویل، افغان حکومت د باور فضا جوړولو لپاره بندیان خوشي کړي او طالبان هم باید په دې برخه کې نرمښت وښیي.

نوموړې دغه څرګندونې وروسته تر دې وکړې چې تېره ورځ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي وو، افغان حکومت دي له لېسټ سره سم د دوي بندیان آزاد کړي تر څو له لوے اختر وروسته بین الافغاني خبرې پیل شي او زیاته یې کړه چې دوی ورته په بشپړه توګه تیار دي.

پښتو راډیو

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: