د ګوتو د نښې ذکر په صراحت سره د قیامت سورې په دریم او څلورم آیت کې ذکر شوی دی. خدای متعال په دې دوو آیتونو کې فرمایي: «اَیَحْسبُ اْلاِنْسانُ اَلَّنْ نَجْمَعَ عِظامَهُ. بَلی قادِرینَ عَلی أَنْ نُسَوَّیَ بَنانَهُ: ایا (كافر) انسان دا ګمان كوي چې مونږ به د ده هډوكي له سره راجمع نه كړو؟ ولې نه! (جمع به يې كړو)، په داسې حال كې چې مونږ په دې قادر یو چې د ګوتو بندونه یې (هم) برابر كړو.