IQNA

د امریکا د ولس ملاتړ او د توکمپال حکومت دځيږچلند غندنه کوو

20:42 - July 29, 2020
د خبر لمبر: 3483455
تهران (ایکنا) - حضرت آیت الله خامنه ای په یو پیغام کې چې د حج د مناسبت په اړه یې ورکړ، په لویدیځه اسیا کې د ملتونو له ژبې په دې سیمه کې د امریکا شتون د ناامنۍ او ویجاړۍ او د هیوادونو د شاتګ لامل وګڼلو او وې ویل: دامریکا په اوسنیو پیښوپه دغو پیښوکېد توکمپالنېپه ضدپه حرکتکې،د مونږ پریکنده دریځ د ولس په پلویتوب اوددغه هیواد د توکمپال حکومت د کرغیړن چلند محکومول دي

دوي همدرااز دتیریګرې امریکا او صهیونیسټ رژيم په وړاندې داسلامی امت پر وحدت او همداراز له مظلوم فلسطین سره د مرستې د اهتمام او د سیمې په هرې سیمې کې دکړیدلو مسلمانانو د غم او د یمن د زخمي بدن لپاره په زړه سواندئ په ټينګار سره ، د ځينو اسلامی هیوادونو مشران چې پخپلو مسلمانو وروڼو دتکیې په ځاي ، د دښمن غیږې ته پناه وړي ، او د څو ورځو شخصي ګټو لپاره،د دښمن سروزۍ او سپکاوي زغمي او دخپل ملت خپلواکي او عزت له خاورو سره خاورې کوي،له دغو له ذلت ډکو چلندونوڅخه ډډه کولو ته وبلل .داسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز داسلامی ایران پرمختګونو ته په اشارې سره ووئیل ،ددغې زمانې ترټولو ستر غدار او دړه مار شیطان ،یعني دامریکا رژيم نه دی توانیدلی مونږ ویرّروي یا مو پخپلو دوکو او مکر کې راولي ،یا د مونږ د مادي او معنوي پرمختګ مخه ونیسي .
حضرت آيت ا.. العظمي سید علی خامنه اي ددې خبرې په کولو سره چې حج د هغو مستکبرانو په وړاندې دقدرت یوه مانوره ده چې د ظلم او فساد او دکمزورو د وژلو او چورتالان مرکز دي او نن سبا د اسلامی امت روح او بدن د دوي له ستمګریو اوخباثتونو کړیږي او په وینو ککړ دی ، ټينګار کړی ، په لویدیځي آسیا کې د امریکا شتون ،ددغې سیمې دملتونو په تاوان او د هیوادونو د وروسته پاتیوالي ، ناکراریو او د بیخ بینائيو په کنډوالو دبدلیدا لامل ئې ګڼو .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود ټينګار کړی،دامریکا په اوسنیو پیښوپه دغو پیښوکېد توکمپالنېپه ضدپه حرکتکې،د مونږ پریکنده دریځ د ولس په پلویتوب اوددغه هیواد د توکمپال حکومت د کرغیړن چلند محکومول دي .

حضرت آيت ا.. العظمي سید علی خامنه اي د جج د شپو ورځو په مناسبت پخپل یوه پیغام کې روښانه کړې ده ، دامریکا واټونو او کوڅو ته کتل ، له خپل ولس سره د امریکائي چارواکو کرغیړن چلند ، په دغه هیواد کې د ژورو پرګنیزو درو ته نظر،د هغو کسانو حقارت او کم عقلۍ ته کتل چې ددغه هیواد په واکوالۍ ټاکل شوي دي ،په دوي کې د غمیزناکوتوکمپالنو ته کتل، د ما مورانو سخت زړیتوب ته کتل ، چې یو غیر مجرم او عام کس په سړک کې په ډير ډاډ سره او دخلکو دسترګو په وړاندې په سختې شکنجه کونې سره وژني،د لویدیځوالو د تمدن د اخلاقي او ټولنیز بحران ژوروالی او د دوي دسیاسی او اقتصادي فلسفې کوږوالی او باطلیدا ښکاره کوي .

داسلامی انقلاب معظم لارښود فرمائيلي دي؛له کمزورو ملتونو سره د امریکا چلند، دهغه پولیس د چلند لویه شوي نسخه ده چې دیوه بې دفاع تورپوستي په مرۍ خپله پښه کیږدي او دومره ئې ټينګوي ، چې بلاخره هغه تور پوستی خپل ژوند له لاسه ورکوي.

حضرت آيت ا.. العظمي سید علی خامنه اي همداراز ددې خبرې په کولو سره چې حج د هغو مستکبرانو په وړاندې دقدرت یوه مانوره ده چې د ظلم او فساد او دکمزورو د وژلو او چورتالان مرکز دي او نن سبا د اسلامی امت روح او بدن د دوي له ستمګریو اوخباثتونو کړیږي او په وینو ککړ دی ، ټينګار کړی ، په لویدیځي آسیا کې د امریکا شتون ،ددغې سیمې دملتونو په تاوان او د هیوادونو د وروسته پاتیوالي ، ناکراریو او د بیخ بینائيو په کنډوالو دبدلیدا لامل ئې ګڼو.

3913419

captcha