IQNA

5:19 - August 11, 2020
د خبر لمبر: 3483496
تهران (ایکنا) - د پاکستان لومړي وزیر زیاته کړي ده ، ملګري ملتونه دنده لري ، له اسلامه د ویرولو د پروسې په مقابل کې دې د مسلمانانو دفاع وکړي .
د پاکستان جیو ټيلیویژني چینل له قوله راپور راکړ ، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پرون ناوخته په اسلام اباد کېې د  دملګروملتو دعمومی اسمبلۍ  له مشر ولکن بوزکر  سره په کتنې کې  وئیلي دي ، هغه تر ټولو مهمه خطره چې  دنړۍ مسلمانان ګواښي ،  له اسلامه د ویرولو پروسه ده  چې  د نړۍ دسترو هیوادونو له  خوا ورته لمن وهل کیږي .
 د پاکستان لومړي وزیر  زیاته کړي  ده ، ملګري ملتونه  دنده لري ،   له اسلامه د ویرولو  د پروسې په مقابل کې دې د مسلمانانو دفاع وکړي .  
  عمران خان په دغې کتنې کې  همداراز د هند تر کنټرول لاندې  کشمیر سیمې موضوع ته هم اشاره کړې او وئيلي ئې دي ، ددغې سیمې موضوع  هم باید دنړیوالو  ټولنو او خبرواترو له لارې حل شي .
 ولکن بوزکر هم  له لومړی وزیر سره له کتنې وروسته د پاکستان  له خارجه وزیر سره یوځاي په خبري کنفرانس کې  په نړۍ کې د څواړخیز پالنې په اهمیّت په ټينګار سره  دسیمې اونړۍ  د مسئلو له حل کولو سره  دمرستې لپاره  دغې رودې  ته د فرصت ورکولو  غوښتنه کړې  ده .  دملګروملتو د  عمومي اسبملۍ مشر  ولکن بوزکر  پرون  سهار په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته تللی دی .
 تهران راډیو
د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: