IQNA

22:30 - August 14, 2020
د خبر لمبر: 3483509
تهران (ایکنا) - د ايران خارجه وزارت د اماراتو او صهيونېسټ رژيم ترمېنځ د ډېپلومېټکو تعلقاتو د ټينګېدو په غندلو سره دا يو سټراټيجک حماقت وبلۀ چې بې له شکه په نتيجه کښې به يې د مقاومت محور لا زيات مضبوط شي.
د اماراتو او صهيونېسټ رژيم ترمېنځ د تعلقاتو د عادي کولو د  بهير د اسانولو لپاره د امريکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له پرله پسې هلو ځلو وروسته دواړه لوري په بشپړه توګه د ډېپلومېټکو تعلقاتو د عادي کولو په سره موافقې ته ورسېدل.
د ايران خارجه وزارت نن په يوې بيانيې کښې وويل: د فلسطين مظلوم ملت او نړۍ ټول پتيالي او ننګيالي ملتونه به د اسرائيلو له غاصب او جنايت پېشه رژيم سره د تعلقاتو عادي کونکي او د دغه رژيم له جنايتونو سره غږملي هيڅکله معاف نه کړي.
په دغه بيانيه کښې راغلی دي: بې له شکه د فلسطين د مقدسې زمکې او د مسلمانانو د وړومبنۍ قبلې د آزادۍ لپاره د مقاومت د اوو لسيزو توې شوې برناحقه وينې به پس يا زر د فلسطين له آرمان سره خيانت کونکو ګرېوان ته ورسي.
بيانيه زياتوي ايران  له  جعلي،ناروا او غېر انساني صهيونېسټ رژيم سره د تعلقاتو د بحالولولپاره د ابوظبۍ بې شرمانه اقدام خطرناک بولي او د فارس خليج سيمې په انډولونو کښېد صهيونېسټ رژيم د هرډول مداخلت په باره کښې په خبرداري ورکولو سره اعلان کوي چې د اماراتو حکومت او ورسره ملګري نور حکومتونه بايد د دغه اقدام د ټولو عواقبو ذمه واري ومني.
د ايران خارجه وزارت تاکيد وکړ، تاريخ به وښئ چې د صهيونېسټ رژيم لخوا دغه تېروتنه او هغه خنجر چې ناحقه د اماراتو لخا د فلسطين او ټولو مسلمانانوپه ملا کښې وټومبلے شو د مقاومت د مضبوطيه سبب شي او د صهيونېسټ رژيم او د سيمې د مرتجعينو په خلاف اتحاد يووالے به خپل اوج ته اورسي.
د ايران خارجه وزارت په دغه بيانيه کښې هغوواکمنانو ته چې له خپلو شيش محلونو څخه يې پنجې د فلسطينانو او د يمن په شان د سيمې د نورو مظلوم خلقو لوري ته غزولې دي نصيحت کړے دے چې په هوش کښې راشي او د خپلو دوستانو او دښمنانوپه پېژندګلۍ کښې بې لارې نه شي.
تهران راډیو
د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: