IQNA

د بيروت له چاودنې ناوړه استفاده کونکي د لبنان د ناارامه کولو کوشش کوي

22:33 - August 14, 2020
د خبر لمبر: 3483510
تهران (ایکنا) - د ايران خارجه وزير د لبنان د چارو په مخ بياونکي حکومت له وزيراعظم سره په کتنه کښې وويل: د بيروت له چاودنې څخه ناوړه استفاده کونکي د لبنان د بې ثباته کولو په لټه کښې دي.

محمد جواد ظريف چې بيروت ته لاړ دے، نن د جمعې په ورځ له حسان دياب سره په کتنه کښې وويل، هغه کسان چې چې د بيروت له چاودنې ناوړه استفاده کوي هغه کسان دي چې د لبنان د ثبات او يووالي غوښتونکي نه دي.

ظريف د بيروت بندر د مصيبت ځپلو خلقو په ملاتړ باندې تاکيد وکړ او د لنبان  خلقو او حکومت ته د ايران د اسلامي جمهوريت د حکومت او خلقو د خواخوږۍ او تسليت په وړاندې کولو سره د دغې پېښې په نتيجه کښې د ويجاړيو په بيارغونه کښې د ملګرتيا لپاره د ايران چمتو والے اعلان کړ.

حسان دياب هم په دغه کتنه کښې د ايران د چتمووالي له اعلان څخه د مننې په کولو سره ضروري اړتياوې په تېره بيا د علاج معالجې او د بيروت ښار د کورونو او ودانيو د بيا رغونې لپاره د ضرورت وړ څيزونه او سامانونه بيان کړل.

د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف د لبنان له چارواکو سره د کتنې لپاره پرون ماښام بيروت لاړ.

 تهران راډیو
captcha