
حضرت آيت الله العظمی سيد علي خامنه اي د ۱۹۵۳ کال د اګست د نولسمې شرمناکې کودتا د کليزې په مناسبت په سوشل مېډيا کښې په پېغام کښې وفرمايل: د ايران اسلامي جمهوريت د هېواد ارکانو او مراکزو ته د امريکې د بيا ننوتلو او نفوذ کولو لارې تړلې او دا د خبرو اترو منعې د امريکې د ننوتلو د لارې د تړلو يوه ذريعه ده، البته دا چاره د امريکنيانو لپاره ډېره سخته ده.
د ۱۹۵۳ کال د اګست په نولسمه نېټه د ظالمانه شاهي رژيم يو شمېر ځواکونو د امريکې او برطانيې په ملګرتيا سره د محمد مصدق د حکومت په نسکورولو سره محمد رضا پهلوي چې بهر ته تښتېدلے ؤ يو ځل بيا د باچائۍ په تخت کښېنوۀ.
د 1953 کال د اګست د امريکې او برطانيې کودتا چې د ايران د هغه وخت د قانوني حکومت د نسکورېدو سبب شوه د اسلامي انقلاب له کاميابۍ نه مخکښې د ايران د سياسي تاريخ د يو حساس وخت ياد راونکې ده.
په دې وروستيو کلونو کښې په دغې کودتا کښې د د پرديو د مداخلت په باره کښې يو لړ نوي اسناد خپارۀ شوي دي او حتی ځينو امريکائي چارواکو هم په دغه کودتا کښې د خپل هېواد او برطانيې په نېغ په نېغه رول باندې اعتراف کړےدے.
تهران راډیو