IQNA

د اسلامي وحدت لوی منادي، ایت الله تسخیري وفات شو.

17:26 - August 18, 2020
د خبر لمبر: 3483532
تهران (ایکنا) - د اسلامي نړۍ په چارو کې د اسلامي انقلاب د ستر لارښود ایت الله خامنه ای سلاکار او د اسلامي مذهبونو د نزدېوالي بیرغچي  ایت الله تسخیري نن په شپږ اتیا کلنۍ کې د ناروغۍ له امله وفات شو.
ایت الله تسخیري د اسلامي مذهبونو د نزدیکت د عالي ټولنې د شورا مشر ؤ او په عربي او انګریزۍ ژبو تسلط ته په پام سره یې د اسلامي نړۍ د وحدت په برخه کې اغیزمن ګامونه پورته کړې وو.
 د رهبرۍ ستر مقام ایت الله خامنه ای په یو پېغام کې د ایت الله تسخیري په وفات تسلیت ویلی او د  اسلامي نړۍ د وحدت لپاره دهغه د هلو ځلو ستاینه یې کړې ده.
3917335
captcha