IQNA

د کابل ښارپه بېلابېلو برخوکې چاودنو مرګ ژوبله اړولې

19:49 - August 22, 2020
د خبر لمبر: 3483545
تهران (ایکنا) - د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرزوایي لومړۍ چاودنه د ۷ مې حوزې اړوند سیمه کې شوې، چې له امله یې یو تن وژل شوی او ۲ نورټپیان شوي دي.

د افغان رسندویو له راپور سره سم د افغانستان امنیتي مسولان وایي د کابل ښار په بیلابیلو برخوې کې چاودنو ۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرزوایي لومړۍ چاودنه د ۷ مې حوزې اړوند سیمه کې شوې، چې له امله یې یو تن وژل شوی او ۲ نورټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې چاودنه په یوه شخصي کرولا موټر پورې نښلول شوي مقناطیسي ماین له امله شوې ده.

د فرامرز په خبره دویمه چاودنه دکابل ښار ۱۵مې حوزې اړوند  د هنګريانو په سیمه کې دپولیسوپر رېنجر موټر شوې ، چې له امله یې دوه پولیس ټپيان شوي دي.

د هغه په خبره دریمه چاودنه د کابل ښار۵مې امنیتي حوزې اړوند کمپنۍ سیمه کې شوې  چې مرګ ژوبله نه لري.

دیادونې ده، چې په دې وروستیو کې په کابل ښارکې د مقناطیسي ماینونو د چاودنې پېښې ډېرې شوې دي او جدي اندېښنې یې هم پارولې دي.

د یادو چاودنو مسوولیت تراوسه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

تهران راډیو

captcha