IQNA

د حضرت عباس علیه السلام د زیات لخوا د ښځو په قرآني دورې کې نوم لیکنه

11:26 - September 06, 2020
د خبر لمبر: 3483586
تهران (ایکنا) - د حضرت عباس علمدار علیه السلام د زیارت د انساني او اسلامي پوهنو چارو برخې پورې اړونده د ښځو د قرآن کریم موسسې لخوا په دغه مرکز کې په قرآني دورو کې د ګډون لپاره نوم لیکني پيل شوې دي.
د حضرت عباس علمدار علیه السلام د زیارت د انساني او اسلامي پوهنو چارو برخې پورې اړونده د ښځو د قرآن کریم موسسې مشر منار جواد الجبوري، وویل: دې مرکز د خپلو لوړو فعالیتونو او اهدافو په تعقیب، په نجف اشرف او نورو عراقي ولایتونو کې د قران کریم ډیر شمیر دورې ترسره کړي چې د کرونا ویروس د خپریدو له امله به سږ کال دا دورې په مجازي توګه یعني د اینټرنټ له لارې ترسره شي.
هغه زیاته کړه: دغه قرآنی کورسونه د تلاوت ، حفظ ، تاجوید ، صحیح تلاوت او نورو قرآني مضامینو په برخو کې ترسره کیږي ، او نوم لیکنه یې د لینک shorturl.at/hRSX۶  له لارې امکان لري.
3920985
captcha