IQNA

د ستمبر یولسمه پيښه او دسعودي چارواکو دپلټنې لپاره د امریکادیوې محکمې غوښتنه

15:16 - September 11, 2020
د خبر لمبر: 3483601
تهران (ایکنا) -د نیویارک فیډرل قاضي د ستمبرد ۱۱نیټې له پيښو څخه دسعودي رژيم د څلورو چارواکود احتمالي خبریدا او د هغوی د پلټنې غوښتنه کړې ده . دسعودي عربستان په دغو چارواکو کې په واشنګټن کې د عربستان د وخت سفیر بندر بن سلطان هم شامل دی .

امریکا د ۲۰۰۱کال دستمبر د یولسمې نیټې له پيښو  وروسته ځان ، په نړۍ کې له ترهه ګرۍ سره دمبارزې بیرغوال بللی او  د افغانستان او عراق باندې په یرغل سره ئې دغه دواړه هیوادونه پخپل نیواک کې راوستل ،  په عین حال کې  واشنګټن  هماغه راز  په دې زمینې کې ضد ونقیض سیاست تعقیبوي . په داسې حال کې چې  دډوالډټرمپ حکومت  په دې زمینې کې  د سعودي رژییم   په رول د برغولي  دکیښودلو هڅه کوي ، خو  د امریکا  عدالتي محکمه  په دغې پیښې کې  د آل سعود رژيم د  لوړپوړو چارواکو د رول په مشخص کولو پسې  ده .

 د نیویارک فیډرل قاضي د ستمبرد   ۱۱نیټې له پيښو څخه دسعودي رژيم د څلورو چارواکود  احتمالي خبریدا  او د هغوی  د پلټنې   غوښتنه کړې ده . دسعودي عربستان په دغو چارواکو کې په واشنګټن کې د عربستان د وخت سفیر بندر بن سلطان هم شامل دی .

داپه داسې حال کې دي چې  ایف بي ائي یوه لوړپوړي چارواکي جیل سانبورن څه موده مخکې  په یوه هغه سند کې چې محکمې ته  ئې وړاندې کړی ؤ ،د دریم لمبر کس په توګه  د  عربستان د ډيپلوماټ  مساعد احمد الجراح نامه هم اختسې ، چې  د ستمبر د یولسمې نیټې په حملو کې ئې لاس درلودلی  او د القاعدې له ترهه ګرو سره ئې مرسته کړې وه . د ستمبر د یولسمې نیټې د  حملو دقربانیانو د کورنیو ویندوي برت ایګلسن  وئيلي دي ، دا موضوع ښئ چې  د امریکا حکومت  دسعودیانو درول په باب چپتیا غوره کړې ده .

 دستمبر د یولسمې نیټې د حملو د اصلي تورن په توګه   سعودي عربستان  په تیرو کلونو کې په ډيرو زیاتو بډو رشوتونو ورکولو  او په پراخو رسندوئي او سیاسی هلوځلو سره  هڅه کړې چې   ددغې ترهه ګرې  پيښې  له انتسابه  ځان لیرې وساتي .  دستمبر د یولسمې نیټې  دپیښې  په باب د  امریکا د کانګرس په راپور کې  چې د ۲۰۱۶کال په جولائي کې خپور شوی ، په ډاګه وئیل شوي دي ، چې  د الوتکو تښتونکو  نولسو کسانو کې  پنځلس کسان   دسعودي عربستان ښاریز  وو .  دا موضوع  د امریکا په کانګرس کې  د  جاستاقانون( جې اې ایس ټي اې )د تصویبیدا لامل هم شوی  چې  ددغې پيښې  دقربانیانو  کورنیو  او خپلوخپلوانو ته  له ترهه ګرو عاملانو سره  دمرستې په دلیل  دسعودي حکومت او چارواکو په ضد د شکایت  اجازت ورکوي .  په عین حال کې  هم د باراک اوباما حکومت او هم د ډونالډټرمپ حکومت   د دواشنګټن او ریاض  پر دوو اړخیزو اړیکو  ددغه قانون  د اجرا دمنفي اغیزو په پلمه، عملا  ددې د اجرا خنډ شوي دي .دستمبر د یولسمې په پيښې کې  د سعودي عربستان  د رول له موضوع سره  د ټرمپ د حکومت  دچلند څرنګوالی ، په دې زمینې کې  د  واشنګټن  دګډوډ کړچار  ښودنه کوي . دټرمپ حکومت قصدا،د تکفیري ترهه ګرو ډلو په آئيډیالوجیک تغذئې او او مالی او لوجسټیکي مرستو کې د ریاض  په رول سترګې پټې کړي دي .

بل ټکی   چې له دغې پیښې سره په ارتباط کې رابرسیره کیږي ،ددغې پيښې دلیلونه او  هم  په نړیواله سویه  په تیره بیا  په لویديځي آسیا کې  دخپلو یرغلیزو اقداماتو لپاره د یوې پلمې په شان ورځينې  د امریکا فرصت غوښتنه ده .  اساسا  دغه پیښه په اسلامی نړۍ کې  د پوځي او امنیتی شتون  دزیاتولو په زمینې کې په تیره بیا  د فارس خلیج له لومړي جنګ وروسته او په فارس خلیج  حوزې کې د څولکه لویدیځي پوځيانو په بې مخینې شتون کې د واشنګټن په اقداماتو یو ډول غبرګون ګڼل کیدلی شي . په بله وینا،د ستمبر یولسمې پيښه  ، دامریکا  په لاسوهونکو کړنو کې ریښه  لري ، چې  د فارس خلیج له لومړي جنګه وروسته  هماغه شان  دعربستان پشمول  په سیمې کې په زیاته اندازه پوځي شتون ته دوام  ورکوي ، چې دا موضوع ،  له دوي سره د مقابلې په خاطر د سیاسی او پياوړي فکري بهیر د رامینځةکیدا  لامل  شوې ده ، چې القاعدې ترهه ګرې ډلې  ورځيني  استفاده کړې  او په واشنګټن کې دعربستان د وخت د سفیر بندر سلطان پشمول په امریکا کې ئې د ځينو لوړپوړو سعودي چارواکو له مالی او لوجسټیکي سرچینو په استفادو سره د ستمبر د یولسمې غمیزه رامینځةکړې ده .

ډيری شناندي او کارپوهان وائي  اوس هم همدغه  عربستاني چارواکي  او د امریکا د اوسني حکومت لوړپوړي  چارواکي دي چې دستمبر دیولسمې نیټې دزرګونو قربانیانو پر وینو  په سترګو پټولو سره  هماغه شان د تکفیری ترهه ګرو ډلو  هر ډول مالی اولوجسټیکي  مرستو ته  دوام ورکوي  او  دا خبره روښانه ده چې  د امریکا او سعودي عربستان پشمول د مرتجعو  حکومتونو د چارواکو لپاره د زرګونو انسانانو وینه  توّیول  هیڅ  ارزښت نه لري او دغه مرتجع واکوالان یوازې  دخپلو څوکیو  په ساتلو او همداراز امریکائي  واکوالان هم د غواګانو په لویشلو پسې دي .

تهران راډیو

captcha