IQNA

پاکستانیانو بیاهم د فرانسوي مجلې خلاف پراخې مظاهرې وکړې

14:30 - September 12, 2020
د خبر لمبر: 3483602
تهران (ایکنا) -د پاکستان مسلمانانو یوځل بیا د اسلام د ګرانقدره پیغمبر په هکله د سپک کارټون د خپرولو په لړ کښې د چارلي هیبډو Charlie Hebdo په نامه فرانسوي مجلې اقدام وغنده.

د پاکستان مسلمانانو یوځل بیا د اسلام د ګرانقدره پیغمبر په هکله د سپک کارټون د خپرولو په لړ کښې د چارلي هیبډو Charlie Hebdo په نامه فرانسوي مجلې اقدام وغنده.

د پلازمینې اسلام آباد په شمول د پاکستان په مختلفو ښارونو کښې خلکو د جمعې له لمانځه وروسته د سیاسي، مذهبي او مدني فعالانو په ګډون د چارلي هیبډو فرانسوي مجلې له سپکاوي ډک اقدام وغنده او له اسلامه د ویرونې او د مسلمانانو د ټولنې خلاف د تشدد په وړاندې د لویدیځو واکمنانو چپتیا یې وغندله.

د (رسول ا... مبارک حرمت او د امت اتحاد) په عنوان سره پرونیو مظاهرو کښې ګډونوالو پاکستانیانو د اسلامي پیوستون د خرابولو او د مسلمانانو د مقدساتو او عقایدو د سپکاوي لپاره د لویدیځ د شرمناکې دسیسې خلاف د اسلامي نړۍ د اغیزناکه غبرګون غوښتنه وکړه.

تهران راډیو

captcha