IQNA

له صهیونیسټ رژیم سره د ال خلیفه رژیم موافقه د بحرین د خلکو د پاڅون د بدلون پیچومی

14:35 - September 12, 2020
د خبر لمبر: 3483603
تهران (ایکنا) -له صهیونیسټ رژیم سره د متحده عربي اماراتو د موافقې یوه (۱) میاشت وروسته د امریکا ولسمشر ټرمپ له اسرائیلو رژیم سره د بحرین موافقه هم اعلان کړه .

د امریکا ولسمشر ټرمپ د اګست د میاشتې په دیارلسمه (۱۳) نیټه د اړیکو د عادي کولو لپاره له صهیونیسټ رژیم سره د متحده عربي اماراتو د موافقې خبر ورکړی و .

له دې موافقې وروسته د اټکل وړ وو چې په لنډه موده کښې له صهیونیسټ رژیم سره د بحرین د عاړي د عادي کیدا موافقه هم اعلان شي .

د بحرین او د صهیونیسټ رژیم د موافقې په هکله څو ټکي د اهمیت وړ دي .

لومړۍ(۱) دا چې بحرین او د اسرائیلو د اړیکو د عادی کیدا موافقه د عربو اتحادیې له غونډې یوازې دوه (۲) ورځې وروسته اعلان شوه .

عربو اتحادیې د سپتمبر د میاشتې په نهمه (۹) نیټه غونډې کښې نه یوازې له صهیونیسټ رژیم سره د متحده عربي اماراتو موافقه ونه غندله بلکې په تلویحي ډول یې د دغه موافقې ملاتړ هم وکړ .

د عربو اتحادیې له غونډې کابو دوه (۲) ورځې وروسته له صهیونیسټ رژیم سره د بحرین موافقه له بلې هرې موضوع زیات د عربو هیوادونو په سیاستونو کښې د عربي هویت د کمزورتیا نښه ده .

دوهمه (۲) دا چې له صهیونیسټ رژیم سره د متحده عربي اماراتو د موافقې په اپوټه چې ولیعهد محمد بن زاید ادعا کړي وه دغه تړون د اسرائیلو لخوا د اردن سیند د لویدیځې غاړې د ځینو سیمو د یوځاې کولو د پلان د لغو کیدا په مقابل کښې شوی  له تل اویو سره د منامې په موافقې کښې داډول هیڅ ادعا مطرح نشوه .

دغه موضوع ثابتوي چې د متحده عربي اماراتو د ولیعهد محمد بن زاید ادعا دروغ وه او صهیونیسټ رژیم له بحرین او متحده عربي اماراتو سره د سولې په موافقې کښې هیڅ  ډول امتیاز نه دی ورکړی .

په همدې لړ کښې د صهیونیسټ رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو وویل شپږویشت(۲۶) کاله وخت واخیست چې له دریم (۳) عربي  هیواد یعني متحده عربي اماراتو سره مد سولې موافقه لاسلیک کړو  او له څلورم (۴) عربي هیواد یعني بحرین سره هم د اړیکو په عادي کیدا یوازې شپږویشت (۲۶) ورځې ولګیدې .

دریمه (۳) دا چې له صهیونیسټ رژیم سره د بحرین موافقه هم له اسرائیلو سره د متحده عربي اماراتو د موافقې په شان د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا اعلان شوه .

دغه موضوع د دې ښودنه کوي چې دغه عرب هیوادونه یوازې ظاهري خپلواکۍ لري او په عمل کښې دوې په خارجي سیاست کښې د  فیصلو په  ترسره کولو کښې هیڅ خپلواکۍ نلري .

په بحرین کښې د امریکا د سمندري ځواک پینځمه (۵) بیړۍ دیره ده او واشنګټن د ګواښونو په تیره بیا د کورنیو ګواښونو په وړاندې له ال خلیفه رژیم د ملاتړ دنده پرغاړه لري .

په همدې لړ کښې د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ د اطلاعاتو د دفتر مسول داوود شهاب وویل دغه موافقه په بحرین د امریکا د ولکې ښودنه کوي او د بحرین باچا د امریکا د حکومت تر امر لاندې دی .

امریکا ته د دغو عربو هیوادونو ګوډاګي توب تر دې حده ښکاره دی چې حتی د مصر د ملي ټیم پخواني مشهور لوبغاړي محمد ابوتریکه هم د بحرین او د صهیونیسټ رژیم موافقې ته په غبرګون کښې وویل له اسرائیلو رژیم سره د اړیکو عادي کول خیانت دی او زیاته یې کړه فلسطین د اتلوالانو او د زړورانو  موضوع ده نه دا چې د کمزورو او لاندې کسانو .

څلورمه(۴) دا چې له صهیونیسټ رژیم سره د بحرین موافقه دغه خبره ثابتوي چې له کوچنیو عربو هیوادونو سره د اړیکو عادي کول له دې زیات چې ستراتیژیکې پایلې ولري د امریکا د ولسمشر ټرمپ لپاره انتخاباتي مصرف لري .

د بحرین د ال خلیفه رژیم دغه اقدام د امریکا د ولسمشر ټرمپ لپاره د انتخاباتو ډالۍ ده .

د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو ته کابو دوه (۲) میاشتې پاتې دي او د ټرمپ حکومت په  لومړیو څلورو(۴) کلونو کښې د بهرني سیاست په ډګر کښې هیڅ بریا نه ده لرلي .

له متحده عربي اماراتو او بحرین سره د صهیونیسټ رژیم موافقې د بهرني سیاست په ډګر کښې د امریکا د ولسمشر ټرمپ لپاره د  بریاو د رامینځته کیدا په هدف  سره ښکاره شوې .

پینځمه (۵) دا چې د متحده عربي اماراتو په اپوټه بحرین کوم پیاوړی اقتصاد نه لري او له ډیرو اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ هم دی او په عین حال کښې په بحرین کښې د ال خلیفه رژیم مخالفان قوي اډانۍ لري او دغه هیواد د ۲۰۱۱ میلادي کال د فرورۍ د میاشتې له څوارلسمې (۱۴) نیټې راهسې تراوسه د ال خلیفه رژیم پرضد د خلکو د پاڅون کتونکی دی .

د ال خلیفه رژیم اصلي ملاتړی یعني د امریکا حکومت له هغو کسانو سره مخالف سره چې د بحرین اکثره نفوس جوړوي .

پر دې اساس د بحرین ال خلیفه رژیم  له یوې خوا په واک کښې د پاتې کیدا لپاره له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو د عادي کولو په شمول د امریکا له پلانونو پیروۍ کولوته مجبوره دی او له بلې خوا دغه موافقه د ال خلیفه رژیم پرضد د اعتراضونو د زیاتیدا لپاره د بدلون پیچومی دی .

نو ځکه خو ویلی شو چې د بحرین ال خلیفه رژیم له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو د عادي کولو لپاره په موافقې سره ستراتيژیکه غلطۍ کړي ده چې له قدرت څخه د دغه رژیم د نسکوریدا زمینه برابرولی شي .

تهران راډیو

captcha