IQNA

د افغانستان د صلحې د مذاکراتو په هکله د پاکستان د خارجه وزیر څرګندونې

9:30 - September 13, 2020
د خبر لمبر: 3483604
تهران (ایکنا) -د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمینځ د مذاکراتو پیلیدل په دغه هیواد کښې د صلحې د ټینګښت لپاره یو مهم ګام وباله.

شاه محمود قریشي پرون چې په آنلاین توګه یې په دوحه کښې د بین الافغاني خبرواترو په غونډه کښې ګډون کړې و، په خپله وینا کښې وویل: د افغانستان کړکیچ پوځي حل لاره نه لري او سیاسي حل لاره، له دغه کړکیچه د وتلو یوازې طریقه ده.

هغه زیاته کړه: یوازې د افغانستان خلک د خپل برخلیک د ټاکلو اجازه لري او دا خبرې اترې هم د دوي د راتلونکي په هکله دي نو بس دا بهیر باید بې له بهرنۍ لاسوهنې یا نفوذه مخ په وړاندې لاړ شي.

د پاکستان خارجه وزیر هم داشان په افغانستان کښې د صلحې له ټینګښت سره د مرستې لباره یوه څلور ماده ایزه نړیواله طرحه هم معرفي کړه چې د افغانستان د خلکو د غوښتنې له مخې د دغه هیواد د صلحې له بهیره ملاتړ، له دغه هیواد سره د اقتصادي تعاملاتو د ژورتیا ضرورت او خپل هیواد ته د افغان کډوالو د ستنیدو د ډاډ لپاره کوشش او هم داشان پایداره بیارغاونه او پراختیا یې په بندونو کښې شامل دي.

تهران راډیو

captcha