IQNA

9:37 - September 13, 2020
د خبر لمبر: 3483605
تهران (ایکنا) -د لبنان حزب الله غورځنګ د بحرین او صهیونیسټي رژیم ترمینځ د اړیکو عادي کیدل د فلسطین له ولس سره یو ستر خیانت وباله.

د لبنان حزب الله غورځنګ د بحرین او صهیونیسټي رژیم ترمینځ د اړیکو عادي کیدل د فلسطین له ولس سره یو ستر خیانت وباله.

فارس خبري آژانس لیکلي دي چې د لبنان حزب الله پرون په یوه خبرپاڼه کښې د اړیکو د سمولو لپاره د بحرین او اسرائیلو ترمینځ د موافقې په غندلو سره وویل: د آل خلیفه رژیم دا کار د سیمې د لاس پوڅو رژیمونو په اړیکو کښې د بدلون په لړ کښې بڼه نیسي چې له صهیونیسټ رژیم سره خپلې پټې اړیکې یې په ډاګه کړې دي.

د حزب الله په دې خبرې سره چې له صهیونیسټي رژیم سره د اړیکو د ښه کولو لپاره د ظالمو واکمنانو توجیهات، د فلسطین د خلکو په ملا کښې د خنجر منډل دي، ټینګار وکړ: پتیالي ولسونه او د فلسطین د مقاومت ډلې او په سیمه کښې نورې مقاومتي ډلې به د آل خلیفه رژیم او اماراتو د خیانتونو ځواب ورکړي.

تهران راډیو

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: