د لبنان حزب الله غورځنګ د بحرین او صهیونیسټي رژیم ترمینځ د اړیکو عادي کیدل د فلسطین له ولس سره یو ستر خیانت وباله.
فارس خبري آژانس لیکلي دي چې د لبنان حزب الله پرون په یوه خبرپاڼه کښې د اړیکو د سمولو لپاره د بحرین او اسرائیلو ترمینځ د موافقې په غندلو سره وویل: د آل خلیفه رژیم دا کار د سیمې د لاس پوڅو رژیمونو په اړیکو کښې د بدلون په لړ کښې بڼه نیسي چې له صهیونیسټ رژیم سره خپلې پټې اړیکې یې په ډاګه کړې دي.
د حزب الله په دې خبرې سره چې له صهیونیسټي رژیم سره د اړیکو د ښه کولو لپاره د ظالمو واکمنانو توجیهات، د فلسطین د خلکو په ملا کښې د خنجر منډل دي، ټینګار وکړ: پتیالي ولسونه او د فلسطین د مقاومت ډلې او په سیمه کښې نورې مقاومتي ډلې به د آل خلیفه رژیم او اماراتو د خیانتونو ځواب ورکړي.