که څه هم تمه وه چې نن دوشنبه د افغان حکومت د مرکچي پلاوي او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي، خو اوس د مذاکراتو پیل ځنډېدلی دی.
د افغان حکومت د مرکچي پلاوي یو غړي د دوشنبې د ورځې په سهار د خپل نوم نه ښودو په شرط وویل، د مذاکراتو لپاره لا هم اجنډا نهده بشپړه شوې او له همدې امله د خبرو اترو پیلیدل هم ځنډیدلي دي .
سرچینه وایي، د تماس ډله به په خپله نننۍ ناسته کې د مذاکراتو پر اجنډا خبرې وکړي.
سرچینه په مذاکراتو کې د کېدونکو بحثونو د منځپانګې او تر خوا یې د خبرو د پیل د کره نېټې په اړه څه نهوايي.
طالبان هم د اجنډا په اړه دقیق معلومات نهورکوي، خو د اوربند په اړهیې ویلي، په دې اړه به په مذاکراتو کې بحث وشي، خو د افغانستان حکومت تازه یو ځل بیا د تاوتریخوالي په کموالي ټینګار کړی دی.
د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینهپال نن وویل "د سولې په خبرو کې د افغان حکومت د مذاکره کوونکي پلاوي د شتون موخه اوربند، د تاوتریخوالي پای ته رسول او په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات تأمینول دي."
تهران راډیو