IQNA

21:13 - September 22, 2020
د خبر لمبر: 3483639
تهران (ایکنا) - د پاکستان حکومت د فلسطين او کشمير د مسلمانانو د مشکلاتو نه هوارے د ملګرو ملتو د ماتې او ناکارنده توب نښه وبلله.
د پاکستان خارجه وزير نن وويل، د فلسطين او کشمير د خلقو د مشکلاتو دوام چې له کلونو کلونو راهسې تر ظلم و ستم لاندې ژوند کوي د خپلو اهدافو او ذمه واريو په پوره کولو کښې د ملګرو ملتو د ناکاميو ښودنه کوي.
شاه محمود قرېشي زياته کړه، د ملګرو ملتو له تاسيس څخه ۵۷  کلونه تيريږي خو اوس هم تر ظلم او ستم لاندې د فلسطين او کشمير د مسلمانانو د مشکلاتو د هواري لپاره يې څه جدي اقدام نه دے کړے.
د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مرستيال تاکيد وکړ د جمو او کشمير د خودمختارۍ په ختمولو کښې د هند د حکومت اقدام او د فلسطيني مسلمانانو په خلاف د صهيونېسټانو تيري د نړۍ د هېوادونو تردباولاندې راوستلو لپاره د هغوي د څرګند ظلم او ستم ښودنه کوي.
تهران راډیو
د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: