IQNA

د سوریې خلکو د امریکا او د ترکیې پرضد غونډه وکړه

12:41 - September 26, 2020
د خبر لمبر: 3483651
تهران (ایکنا) - د سوریې سانا خبري اژانس راپور ورکړی د دغه هیواد په شمال ختیځ کښې د الحسکه ولایت د یوشمیر سیمو خلکو په غونډې جوړولو سره له خپل هیواد څخه د امریکا او د ترکیې د عسکرو د وتلو غوښتنه وکړه .
د  سوریې د الحسکه ولایت د «القامشلي» سیمې په خوا کښې د  «تل سطیح »کلي خلکو د غونډې په ترسره کولو سره د سوریې د ملت پرضد د امریکا ظالمانه او تپلي بایکاټونه وغندل .
غونډه کونکو دغه راز د ترهګرۍ په له مینځه وړلو کښې د سوریې له پوځ څخه په ملاتړ ، د امریکا د ترکیې او دصهیونیسټ رژیم لخوا د خپل هیواد د شتمنیو د چورتالان کولو لپاره  له نیواکګرانو سره په مقابلې کښې د سوریې د بچیانو د صفونو د پیاوړتیا په ضرروت ټینګار وکړ .
د سوریې د شمال او ختیځ سیمې تراوسه په ځلونو د ترکیې د پوځ د خوځښتونو او د سوریې پرضد د امریکا د نویو بایکاټونو او د نیواکګرۍ پرضد د ډیرو مظاهرو د ترسره کیدا کتونکي دي .
تهران راډیو
captcha