IQNA

د ایران اقتدار او عزت د شهادت او عاشورا د کلتور په برکت دی

21:50 - September 28, 2020
د خبر لمبر: 3483657
تهران (ایکنا) - د ایران د بهرنیو چارو وزیر د هیواد اقتدار او عزت د شهادت او عاشورا د کلتور پامته داره وباله.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د هیواد اقتدار او عزت د شهادت او عاشورا د کلتور پامته داره وباله.
محمد جواد ظریف نن په تهران کښې په یولړ مراسمو کښې د شهیدانو د یاد او خاطرې په درنښت او نمانځلو سره وویل: د شهادت او عاشورا کلتور ایران ته اقتدار او عزت رابخښلې دی او نه پریږدي چې څوک زمونږ د ولس سپکاوې وکړي.
ظریف زیاته کړه: د شهادت او عاشورا فرهنګ لامل شوی چې هیڅ بدمعاش قدرت ونه توانیږي ایران ته ووايي: که زه درڅخه ملاتړ ونه کړم نو په هفته لسو ورځو کښې به په بله ژبه خبرې کوئ.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم داشان په دې خبرې سره چې د مقدسې دفاع په وختو کښې ځینو هیوادونو د صدام له رژیم سره ۷۵ میلیارډه ډالر مرسته وکړه، څرګنده کړه: سره د دې دومره ملاتړونو، مستکبران ونه توانیدل چې د ایران خلک په ګونډو کړي.
تهران راډیو
captcha