
د هندوستان محکمې چې تیر کال یې د بابري جومات ځمکه هندوانو ته ورکړي وه دا ځل له ډیرو سندونو او شواهدو سره سره په نولس سوه دوه نویم (۱۹۹۲) میلادي کال کښې د دغه جومات د ړنګولو ټول عاملان بري کړي دي .
د دغو کسانو تبرئه کول په داسې حال کښې دي چې ډیرې سرزروي کسان چې په بابري جومات یې برید کړی او هغه یې وران کړی و همدا اوس په واکمن بي جی پي ګوند کښې مهم مقامونه لري .
د هندوستان مسلمانانو د بابري تاریخي جومات د ړنګولو د دوه دیرشو (۳۲)تورنو کسانو د تبرئه کولو په هکله د قضايي محکمې حکم شرمونکی وباله .