
د ایران د جنوب ختیځ د ساتندویه ځواک د قدس عسکرو د چاوڼۍ د عمومی اړیکو او تبلیغاتو دفتر نن په یوه خبرتیا کی وویل د ساتندویه ځواک د قدس چاوڼۍمبارزان د عملیاتی او استخباراتی ځانګړیو اقداماتو په ترسره کولو سره بریالی شول د ستمبر د ۲۹ نیټې له پیښې سره اړونده کسان او اصلی عوامل چی د دریو کسانو د شهادت او یوه کس د ژوبلیدا سبب شوی وو ، ونیسي .
د تیرې اونۍ په نهې ورځ ناپیژاندو کسانود نیکشهر ولسوالۍ د بسیجو په دو ګاډیو حمله وکړه چی له امله یې د سپاه پاسدران درې غړی شهیدان او یو کس هم ژوبل شو .
په دغه حمله کی دوه ترهه ګر هم هلاک شوی وو .
تهران راډیو