
په هندوستان او افغانستان کښې په کرونا وایرس د ککړو کسانو او له امله یې د مړو شمیر زیات شوی دی.
د هندوستان د روغتیا وزارت پرون وویل چې په دغه هیواد کښې ۸۶ زره او ۸۲۱ تنه نور په کرونا وایرس ککړ شوې دي چې ورسره د ککړو کسانو ټول شمیر شپږ میلیون او درې لکه لسو زرو کسانو ته رسیدلې دی.
هم داشان په تیر شواروز کښې کرونا ۱ زر او ۱۸۱ تنه هندیان ووژل چې ورسره د مړو ټول شمیر ۹۸ زره او ۶۷۸ کسانو ته ورسید.
د افغانستان روغتیا وزارت هم پرون وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې ۱۷ تنه نور په دغه هیواد کښې په کرونا وایرس ککړ شوې دي چې ورسره د ککړو کسانو ټول شمیر ۳۹ زره او ۲۸۵ تنو ته رسیدلې او هم داشان ۱ زره او ۴۵۸ کسان هم مړه شوې دي.
تهران راډیو