
د ایران د حسیني اربعین د مرکزي کمیټې منشي د امام حسین علیه السلام د شهادت د څلویښتۍ په ورځو کښې د یونیم زر ایراني زیاتوالو قبلولو ته د عراق د حکومت د چمتووالي خبر ورکړ.
حسین ذوالفقاري پرون وویل: د عراق حکومت د حسیني اربعین په ورځو کښې د ۲۵۰ ایراني موکبونو چې په هر موکب کښې تر لسو پورې کسان وي او هم داشان د ۱۵۰۰ ایراني ښاریزو د قبلولولپاره خپل چمتووالې اعلان کړ.
ذوالفقاري د کرونا وایرس د خپریدو په وجه عراق ته د زیارتوالو له لیږلو سره، د ایران د کرونا د ملي کمیټې مخالفت ته په اشارې سره څرګنده کړه: د ښاروالې یوشمیر کارکونکي او خبریالان د خدماتو د وړاندې کولو او د خبر او رپورټ برابرولو په موخه عراق ته لیږدول کیږي.
د ویلو ده چې د هر کال د صفرې د میاشتې شلمه نیټه د کربلا په دښته کښې د نړۍ د شیعیانو د دریم امام حضرت حسین علیه السلام او د هغه د وفادارو ملګرو د شهادت د څلویښتۍ په توګه لمانځله کیږي. په دغو مراسمو کښې د ګډون لپاره به هر کال د مختلفو دینونو میلیونونه منونکي له څو ورځومخکښې راهیسې عراق ته تلل او له نجف نه تر کربلا پورې اتیا کیلومیټره لاره به یې پلې وهله او په ویر او ماتم سره به یې ځانونه د امام حسین علیه السلام پاک حرم ته رسوه خو سږ کال د کرونا وایرس د خپریدو د مخنیوي په موخه په دغو مراسمو کښې بهرنیو ښاریزو ته د ګډون اجازه نه ورکوله کیږي او یوازې د عراق خلک به یې په پوره احتیاط سره ترسره کړي.
تهران راډیو