IQNA

د قره باغ په اړه د ترکیې په سیاست د ارمنستان نیوکه

19:27 - October 05, 2020
د خبر لمبر: 3483691
تهران (ایکنا) - د ارمنستان لومړي وزیر د قره باغ د بدلون په اړه د ترکې په سیاست نیوکه وکړه او انکارا یې د ارمینا د بیا نسل وژنې لپاره په هڅه کولو تون کړه.
د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان له آلماني ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې څرګنده کړه: اروپا د قره باغ د حالاتو له جیوپولیټیک اهمیت د غلطې ارزونې په صورت کې، باید د اروپا په زړه کې د ترکیې د بیا شتون منتظره وي.
لومړي وزیر باشینیان ادعا کړې، آنکارا له ارمنستان او قره باغ اوسیدونکو سره د جنګ لپاره، له سوریې ترهګر دغه سیمې ته لیږلې دي او نیغ په نیغ دغه نښتو کې دخالت کوي.
د ارمنستان او اذربایجان ترمینخه د پوله ایزه نښتو وروستو، ترکیې ویلې و چې له باکو سره دی او له دغه هیواد سره هر ډول پوځي مرستې به وروستو نشي.
captcha