
د اهل بیت علیه السلام د عصمت او دطهارت ټولو پیروانو ، مینه والو او عاشقانو ته د حسیني اربعین د رسیدا په مناسبت تسلیت ویلو سره وویل د کربلا پیښه د انقلابي کلتور ، حماسې ، زړورتیا او د اتلوالۍ نښه ده .
د لبنان د حزب الله مشر حسن نصر الله په دوام کښې د حسیني اربعین میلیوني او ستر لاریون ته په اشارې سره وویل د اسلامي ویښتیا غورځنګ ، د ایران د اسلامي انقلاب بریالیتوب او د عراق د صدام رژیم نسکوریدا د حضرت امام حسین علیه السلام د زیارت کولو لپاره د عراق د باندې او په داخل کښې د اهل بیت علیه السلام د میلیونونو مینه والو پرمخ دروازې خلاصې کړې .
هغه د حسیني اربعین ستر او میلیوني لاریون ډیره مهمه پیښه وبلله او ویې ویل د نړۍ ملتونه په ټيلي ویژنونو باندې د میلیونو حسیني زیارتوالو په لیدو سره له حسیني پاڅون او د هغه له هدفونو خبریږي .
تهران راډیو