IQNA

د حسیني اربعین د پیغام کاروان ایټالیا ته ورسید

20:34 - October 09, 2020
د خبر لمبر: 3483704
تهران (ایکنا) - د حسیني اربعین د پیغام کاروان د اروپا په لاره کښې د ایټالیا په شمال کښې میلان ښار ته ورسید .
په اروپايي هیوادونو کښې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم  د ګرانو اهل بیت علیه السلام یوشمیر مینه وال چې له  حسیني اربعین او کلتور سره د اروپايي هیوادونو د ښاریزو د اشنا کولو په هدف سره یې نړیوال سفر پیل کړی دی پرون مازیګر د ایټالیا د میلان ښار په ترټولو ستر او مرکزي میدان کښې په خلکو باندې د بروشورونو ، اوبو او  ګلانو په ویشلو او د کلامي ارتباط په ټینګولو سره د ایټالیا خلکو ته د حسیني اربعین پیغام ورسوه .
د حسیني اربعین دغه کاروان له تیرې جمعې ورځې راهسې له هالینډ هیواد څخه لسو(۱۰) اروپايي هیوادونو ته خپل سفر پیل کړی او تراوسه له بیلجیم ، فرانسې او سویزرلینډ هیوادونو تیر شوي او همدا اوس د ایټالیا میلان ښار ته رسیدلی دی .
د حسیني اربعین د پیغام د کاروان ورپسې مقصد اسلووانیا هیواد ته رسیدل دي .
روان کال د کورونا ویروس په خاطر د حضرت امام حسین علیه السلام مینه وال په عراق کښې د اربعین په ستر لاریون کښې له ګډون څخه محرومه شول او سپارښتنه وشوه چې  خلک او کورنۍ یې په خپلو کورونو کښې د روغتیا د چارو په رعایتولو سره د حسیني اربعین زیارت ولولي .
تهران راډیو
captcha