د ننګرهار دښځو چارو ریسه میرمن فاطمه عزیز وایي دا میرمنې د ننګرهار ولایت دبېلابېلو سیموڅخه راټولې شوې او په یو اواز یې د حکومت او طالب ډلې تر منځ په راتلونکی کې په کیدونکې سیاسي هوکړه کې د جمهوری نظامی د بقا او په تیرو شلو کالوکې دښځو د حقونو د خوندیتوب غوښتنه کوي. میرمن عزیز وویل دغو میرمنو همدارنګه له ښکیلو خواوڅخه د فوری اوریند غوښتنه وکړه دهغه په وینا په روانو جګړوکې ډیر زیان میرمنوته رسیږي . دننګرهار ښځوچاروریسې وویل په جمهوری نظامونوکې د وګړوحقوق دنورو نظامونو په پرتله ډیر خوندي وي.
دننګرهار ولایت میرمنې داسی مهال د جمهوري نظام دبقا غوښتنه کوي چې تیره ورځ ددې ولایت سلګونو دینی عالمانو،قومی مخورو او مدني فعلانو هم په یوه ستره غونډه کې د اوریند د ټینګیدو اوجګړي د بندولو غوښتنه کړې وه
تهران راډیو