IQNA

په عربستان کې د عمرې د اعزام د دویمې مرحلې د پروګرام اعلان

22:48 - October 13, 2020
د خبر لمبر: 3483717
تهران (ایکنا) - د سعودي عرب د عمرې او حج وزارت خبر ورکړ چې د عمرې په دویمه مرحله کې به په تدریجي توګه په دغه هیواد کې میشت تر ۲۵۰ زره ښاریزو ته د عمره مفرده ترسره کولو اجازت ورکړي.

ځایي رسنیو راپور ورکړ د عمرې دویمه مرحله به د اکتوبر له ۱۸ پيل شي، په داسې حال کې چې دریمه مرحله، چې د هیواد نه بهر زائرانو ته ځانګړې شوې د نومبر له لومړي تاریخ پيل شي.
د سعودي عرب د عمرې او حج د ملي کمیټۍ غړي هاني العمیري وویل: د خدای د کور زائرانو ته به د سپیځلې روضې او په مدینه کې د مسجد النبي صلی الله علیه و اله د زړې سیمې د زیارت اجازت وي.
هغه څرګنده کړه: له ۲۵۰ زرو زیات زائران به په دویمه مرحله کې له حرمین شریفین د کتنو او پکې د لمونځ کولو اجازت لري. زائران د عمرې د اجازت ترلاسه کولو او همداشان د مسجد الحرام او د روضې شریفې د زیارت کولو لپاره باید د اعتمرنا پروګرام له لارې نوم لیکنه وکړي او له هیوادونو سهمیه به هم ډیر زر اعلان شي.
3928995

captcha