فرانس پریس خبري آژانس راپورورکړی،د افغانستان په چارو کې دامریکا ځانګړي استازي چې دم ګړۍ په قطر کې دافغانستان له حکومت سره په خبرو بوخت دی ، وئيلی دي،طالبانو ډلې ژمنه ورکړې څو په افغانستان کې جنګ جګړې او مرګ ژوبلې کموي .
خلیلزاد زیاته کړې و هغه تل له طالب استازو سره په تماس کې دی .
له افغانستانه رارسیدلي راپورونه ددې ښودنه کوي ،چې د طالبانو ډلې وسلوالو د قطرپه دوحې کې د افغانستان له حکومت سره دخبرواترو له پیلیدا سره په یووخت ، په افغانستان کې خپلې حملې اوبمي چاودنې نه یوازې کمې کړي نه دي ،بلکې دغه تاؤتریخوالي او اخ و ډب او دعامو خلکو د وینې بهیدا لازیات شوې هم ده .
داپه داسې حال کې دي چې په افغانستان کې د ملګروملتو دنمایندګۍ دفتر یوناما هم دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي درست ښکیل لوري دې په افغانستان کې د جنګ جګړو دختمولو لپاره دخبرواترو له لارې د یوې سوله ایزې حل لارې په ترلاسه کولو خپلې هڅې متمرکزې کړي .
داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان دچارو ډيری کارپوهان او شناندي په دې اند دي چې د طالبانو ډلې او امریکا ترمینځ شوي موافقه لامل شوي څو په افغانستان کې د وسلوالو ناکارندوالي باندې برغولی کیښودل شي او دغه جنګ جګړې او تاؤتریخوالي هماغه راز د افغان ولس وینه او ژوند له خطرو سره مخامخ کړي .