IQNA

د نبی مکرم (ص) د رحلت او حضرت امام حسن (ع) د شهادت تسلیت ومنئ

16:41 - October 16, 2020
د خبر لمبر: 3483721
تهران (ایکنا) -نن د جمعې ورځ د ۱۴۴۲ هجری قمری کال د صفرې ۲۸ نیټه چی د ۲۰۲۰ میلادی کال د اکتوبر له ۱۶ نیټې سره برابره ده د اسلام د ګران پیغمبر د رحلت او د شعیانو د دوهم امام حضرت امام حسن مجتبی ع د شهادت غمجنه ورځ ده .

درست اسلامی ایران د حضرت محمد مصطفی ص د رحلت او حضرت امام حسن مجتبی ع د شهادت په مناسبت په ویر او ماتم کې ډوب دې .

نن د جمعې ورځ د ۱۴۴۲ هجری قمری کال د صفرې ۲۸ نیټه چی د ۲۰۲۰ میلادی کال د اکتوبر له ۱۶ نیټې سره برابره ده د اسلام د ګران پیغمبر د رحلت او د شعیانو د دوهم امام حضرت امام حسن مجتبی ع د شهادت غمجنه ورځ ده .

د اسلام ګران بیغمبر په ۱۱ هجری قمری کال کی له خپل رحلته وړاندې په مهربانۍ او عطوفت سره د نبوی شریعت اساس او احکام په خوښ ډول او په عین حال کې متین او محکم بیان کړل اوپه حقه دین معارفو په خپرولو ، دودولو اوهدایتولو کې په ممکن بهترین ډول هڅه وکړه .

حضرت امام حسن مجتبی ع هم کابو دیرش کاله دخپل ګران پلار حضرت علی ابن ابیطالب ع په څنګ کې فعالیت وکړ او د ۵۰ هجری قمری پیړۍ د صفرې په ۲۸ په ۴۷ کلنۍ کې د معاویه په حکم او د خپلې میرمنې په لاس مسموم او شهید کړې شو .

 

تهران راډیو

captcha