IQNA

د افغانستان خلک د طالبانو د امارت نظام نه قبلوي

10:57 - October 17, 2020
د خبر لمبر: 3483723
تهران (ایکنا) - وايي د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله په هیواد کښې د طالبانو د امارت د نظام بیرته راګرځول رد کړل .

هغه پرون وویل دا یوه(۱) محاسباتي غلطۍ ده چې افغانستان ته یوځل بیا د طالبانو د امارت نظام بیرته راوګرځول شي ځکه چې دغه نظام خلکو ته د منلو وړ نه دی .

د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله په قطر کښې د هیواد د سولې د خبرو بهیر ته په اشارې سره وویل د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي زیاتول سولې ته د رسیدا لاره نه ده  او دغه ډله امتیاز نشي ترلاسه کولای .

هغه ټینګار وکړ د افغانستان د حکومت او د طالبانو ډلې ترمینځ د سولې موافقې ته رسیدل باید د خلکو د ویاړونو تر پښو لاندې کیدا سبب نشي او په قطر کښې د حکومت مرکچي پلاوی د خلکو استازی دی .

عبدالله عبدالله وویل په اوسنیو شرایطو کښې له افغانستانه د خارجي عسکرو د وتلو مسله مطرح نه دی بلکې په راتلونکي  کښې به په دې هکله بحث وشي .

تهران راډیو

captcha