IQNA

د اسرائیلو زیات خلک د لومړي وزیر استعفا غواړي

19:11 - October 18, 2020
د خبر لمبر: 3483724
تهران (ایکنا) - نوي نظر پوښتنه وايي د اسرائیلو په لومړي وزیر نتانیانو باندې د اعتراضونو په دوام سره د نیواکي ټاټوبو صهیونیسټان له واک څخه د هغه د څنګ ته کیدا غوښتونکي دي .

په نیواکي قدس کښې نوي ترسره شوي نظر سنجې وايي چې د صهیونیسټ رژیم په لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو باندې د پرله پسې اولسمې (۱۷) ورځې په اعتراضونو کښې نیمايي صهیونیسټان د هغه د استعفا کولو غوښتونکي دي .

دغه نظر پوښتنه په« معاریو »عبري ژبې ورځپاڼې کښې خپره  شوي ده او د دې ښودنه کوي چې د نیواکي قدس یوازې پینځه دیرش (۳۵) فیصده خلک په واک کښې د لومړي وزیر نتانیاهو د پاتې کیدا غوښتونکي دي او لس (۱۰) فیصده خلک هم بیا په دې هکله څه نظر نلري .

یوه(۱) بله نظر پوښتنه چې د صهیونیسټ رژیم له یوسل دریم (۱۰۳) ایف ایم راډیو څخه خپره شوه وايي د نیواکي ټاټوبو اوه شپیته (۶۷) فیصده خلک د لومړي وزیر نتانیاهو د کورونا ویروس په مدیریت رضایت نلري او هغوې د کورونا مدیریت ډیر بد بللی دی .

نیواکي ټاټوبي په تیرو له تیرو څو میاشتو راهسې د لومړي وزیر  نتانیاهو د مالي فساد او له کورونا ویروس په د مقابلې په زمینه کښې د هغه د کمزوري کړچار پرضد د مظاهرو کتونکي دي .

تهران راډیو

captcha